دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۸
د مطلب کود : 176911
ننګرهار کې د داعش د استخباراتي مشر په ګډون د دغې ډلې ۲۷ غړي وژل شوي
د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې د داعش د استخباراتي مسوول په ګډون اووه ویشت داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار والي وياند، عطاالله خوګیاڼی ویلي د اچین ولسوالۍ مومند درې اړوند کلي کې د صفر دوه قطعې ځواکونو له لوري تېره شپه هوایي او ځمکني عملیات ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې د داعش ډلې د استخباراتو مسؤل او یو شمیر قوماندانانو په ګډون اووه ویشت داعشیان وژل شوي او د دوی څلور مهم مرکزونه لمنځه وړل شوي دي.
ښاغلي خوګیاڼي زیاته کړه چېپه وژل شوو کسانو کې د داعش ډلې د استخباراتو مسؤل صدیق یار اورکزی، په اچین کې د جګړې مسؤل سعید عمر، شاهد او حادیه اورکزی هم شامل دي.
د ده په ویناپه ترسره شوو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې هغه ولایت دی چې داعش او طالب وسله وال یې په ځینو برخو کې پراخ فعالیت کوي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca6in6649n0o1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته