کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې د داعش د استخباراتي مشر په ګډون د دغې ډلې ۲۷ غړي وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 جدی 1397 ساعت 11:38

د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې د داعش د استخباراتي مسوول په ګډون اووه ویشت داعش وسله وال وژل شوي دي.


د ننګرهار والي وياند، عطاالله خوګیاڼی ویلي د اچین ولسوالۍ مومند درې اړوند کلي کې د صفر دوه قطعې ځواکونو له لوري تېره شپه هوایي او ځمکني عملیات ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې د داعش ډلې د استخباراتو مسؤل او یو شمیر قوماندانانو په ګډون اووه ویشت داعشیان وژل شوي او د دوی څلور مهم مرکزونه لمنځه وړل شوي دي.
ښاغلي خوګیاڼي زیاته کړه چېپه وژل شوو کسانو کې د داعش ډلې د استخباراتو مسؤل صدیق یار اورکزی، په اچین کې د جګړې مسؤل سعید عمر، شاهد او حادیه اورکزی هم شامل دي.
د ده په ویناپه ترسره شوو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې هغه ولایت دی چې داعش او طالب وسله وال یې په ځینو برخو کې پراخ فعالیت کوي


د مطلب کود: 176911

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/176911/ننګرهار-کې-د-داعش-استخباراتي-مشر-په-ګډون-دغې-ډلې-۲۷-غړي-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com