دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۱
د مطلب کود : 176912
عادله راز په ملګرو ملتونو کې د افغانستان نوې سفیره وټاکل شوه
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله عادله راز د افغان ولسمشر له‌خوا په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد د نوې سفیرې په توګه ټاکل شوې ده.

یوې حکومتي سرچینې ازادي راډیو سره په خبرو کې دا خبر تأیید کړې، خو په رسمي ډول نه ولسمشرۍ ماڼۍ او نه هم بهرنیو چارو وزارات په‌دې اړه څه ویلي دي.
مخکې تر دې محمود صیقل په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان سفیر و.

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb80b85rhbz9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته