دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۳
د مطلب کود : 176929
په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو د نوې نیټې په اړه د ملګرو ملتونو بیانیه
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) د افغان ټاکنیزو ادارو چارواکو لخوا د وروستي اعلان په پام کې نیولو سره چې ولسمشریزې ټاکنې به د ۲۰۱۹کال د جولای په ۲۰مه نیټه تر سره کیږي، په ټاکنیز جدول کې د روښانتیا هر کلی کوي
ملګري ملتونه په دې پوهیږي چې د ټاکنو خپلواک کمیسون لخوا اعلان شوې نوې نیټه له سیاسي فعالینو، مدني ټولنې او د افغانستان دولت سره د سلا مشورې وروسته ټاکل شوې، چې ټولو د باوري او رڼو ولسمشریزو ټاکنو د تر سره کیدو قوي هیله څرګنده کړې ده.
ملګري ملتونه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ارزونه مني چې اضافي وخت ته اړتیا لیدل کیږي تر څو د ۲۰۱۸کال پارلماني ټولټاکنو
څخه درس واخیستل شي، او بشپړ چمتو والی ونیول شي.
سربېره پر دې، ملګري ملتونه د ټاکنو خپلواک کمیسیون هڅوي چې د ټولټاکنو تفصیلي جدول خپور کړي او په ټول بهیر کې منظم تازه معلومات شریک کړي. ځکه چې د ۲۰۱۹کال د جولای ټاکنو لپاره تفصیلي جدول رایه ورکوونکو، نوماندانو او نورو ښکیلو خواوو ته مهم معلومات وړاندې کوي، ملګري ملتونه د جدول پر وخت خپریدو ته سترګې په لار دي.
ملګري ملتونه په دې ټینګار کوي چې ولسمشریزې ټاکنې د افغانستان راتلونکې لپاره مهمې دي، او د هغې ناسم مدیریت به د منلو وړ نه وي.
ملګري ملتونه د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون څخه غوښتنه کوي ترڅو د خپل ماموریت له مخې د پارلماني ټاکنو څخه د را رسیدلو شکایتونو پر تحقیق او تعقیب تمرکز وکړي. ټول فعالین چې د غیرقانوني کړنو او درغلیو په اړه اندیښنه لري، باید خپل شکایتونه د افغانستان د ټاکنیزو قوانینو او اساسي قانون له مخې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته وسپاري. هیڅوک حق نلري چې د ګواښونو له لارې د ټاکنو بهیر او د هیواد ثبات له ګواښ سره مخ کړي.
په دې پوهیدلو چې د پارلماني ټاکنو په چمتووالي او ترسره کولو کې سترو او د مخنیوي وړ بې نظمیو شتون درلود، ملګري ملتونه د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسون څخه غواړي چې لازم اصلاحي اقدامات ترسره کړي او په راتلونکو میاشتو کې په بشپړه توګه حقیقي او لومړیتوب لرونکي اصلاحي ګامونه پورته کړي.
په دې اصلاحاتو کې باید د د جولای د ټاکنو د ترسره کیدو څخه وړاندې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې تصفیه، د ټاکنو د خپلواک
کمیسیون او د دې کمیسیون د دارالانشاء تر منځ د مسؤلیتونو بیلول ، د دارالانشاء د پوره او روزل شویو مسلکي کارکوونکو یقیني کول او د دوی په جوړښتونو کې اړین بدلونونه راوستل شامل وي.
ملګري ملتونه به د نړیوالې ټولنې د مرستو همغږي جاري وساتي تر څو د باوري، رڼو او د منلو وړ ټاکنو په تر سره کولو کې د
افغان ټاکنیزو ادارو ملاتړ وکړي او لکه څرنګه چې ترې غوښتنه شوې خپلو مرستو او د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته د مشورې
رول ته به ادامه ورکړي.
ملګري ملتونه ټینګار کوي چې ټول ښکیل اړخونه د ټاکنو د پروسې د اعتبار او مشروعیت ساتلو مسولیت لري
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcj8mevhuqeahz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته