دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۱۹
د مطلب کود : 176932
غزني کې دوه ځانمرګي واسکټونه کشف او خنثی شول
د غزني ښار ته څیرمه له توحید آباد سیمي څخه د غزني ولایت د ملي امنیت منسوبینو د اپراتیفي معلوماتو پر بنسټ له یوه نیمه کاره کور څخه د ځانمرګي بریدونو دوه واسکټونه کشف او خنثی کړل.

یاد ځانمرګي واسکټونه د ملي امنیت او پولیسو له یونیفورم او پرتلو څخه په استفادي تروریستي بریدونو لپاره چمتو شوي وو، چې تروریستانو غوښتل د تروریستي بریدونو لپاره یې مرکز کابل ته انتقال کړي، خو موخي ته تر رسیدو مخکي د بیداره امنیتي ځواکونو لخوا کشف او خنثی شول.
په یادو ځانمرګي واسکټونو کې له (RDX) ډوله موادو څخه کار اخیستل شوی وو.
په دي تړاو یو شکمن کس هم نیول شوی او تر پلټنو لاندي دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcds90fxyt05n6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته