دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۴۵
د مطلب کود : 176939
د ولسي جرګې لخوا د ۱۳۹۸ مالي کال ملي بودیجه د رایو په اکثریت سره تصویب شوه
د ۱۳۹۸ مالي کال د ملي بودیجې سند نن د مرغومې میاشتې په ۱۰ مه نېټه په ولسي جرګه کې د خلکو محترمو استازو لخوا د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي په شتون کې د رایو په اکثریت سره تصویب شوه.
د ۱۳۹۸ مالي کال ملي بودیجه په ټوله ۳۹۹ میلیارده افغانۍ ده چې ۲۷۵ میلیارده یې عادي او ۱۲۴ میلیارده افغانۍ یې پراختیایې بودیجه جوړوي.
په ۱۳۹۸ مالي کال د ملي بودیجې په سند کې د حکومت لوړیتوبونه د امنیت، زیربناء، پوهنې، حکومتدارۍ، کرنې او د کلیو پراختیا په برخو کې ده چې په ترتیب سره ۴۱ سلنه، ۱۴ سلنه، ۱۳ سلنه، ۹ سلنه او ۸ سلنه ملي بودیجه یې ځانګړې کړې ده.
همداشان د ۱۳۹۸مالي کال ملي بودیجه ۴۹ سلنه د کورنیو سرچینو او پاتې ۵۱ سلنه یې د بهرنیو سرچینو څخه تمویلیږي.
د مالیې وزارت رهبرۍ د ولسي جرګې محترمو استازو څخه په خپل وخت سره د ملي بودیجې د تصویب له کبله مننه کوي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaein6o49n0o1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته