دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۸
د مطلب کود : 176970
د دیورند په امتداد کې د پاکستان حصارکشی لومړۍ مرحله بشپړ شوه
پاکستان حکومت خبر ورکوی چی د هغه هیواد او افغانستان مرز په امتداد سیم خاردا نصب لومړۍ مرحلبه بشپړ شوه.

پاکستانی چارواکې ویلی دی چی د افغانستان او پاکستان مرز ترمنځ سیم خاردار په درو مرحلو کې نصب کیږی، او په لومړۍ مرحله کې دا کار په ۲۰۱۸ کال کې پای ته ورسید، ددی مرز په ۵۳۹ کیلومتر کې سیم خاردار نصب شوی دی.
دا چارواکې همدارنګه زیاته کړی چی تراوسه ۲۳۳ امنیتی پوستې ددی مرز په امتداد کې اعمار شوی او کار د ۱۴۰ پوستو اعمار لپاره ادامه لری.
قرار دی په دوو نورو مرحلو کې چی په دوو راتلونکې کلونو کې به ترسره شی، د ۸۴۰ کیلیومترو څخه ډیر مرزی نوار باندی سیم خاردار نصب شی.
پاکستان وایی چی حصارکشی د مرز په امتداد ددی لپاره دی ترڅو افغانستان او خپل مرز څخه قاچاقبرانو او دهشت منځته راړونکې مخه ونیسی.
خو افغانستان ددی ترڅنګ چی دا مرز دیورند خط باندی مشهور دی، په رسمی توګه نه قبلوی، ددی مرز په امتداد کې حصار کشی پرځای، د پاکستان دننه دهشت منځته راوړونکو سرکوب غوښتونکې شوی دی.
 
 
 
https://avapress.com/vdcfevdyxw6de1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته