دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۸
د مطلب کود : 176972
ولسي جرګه د ۱۳۹۸ کال مالي بودجه تصویب کړه
د افغانستان ولسي جرګې نن دوشنبه د مرغومي په ۱۰مه د رایو په اکثریت، د ۱۳۹۸ مالي کال بودجه تصویب کړه.

په ټولیزه توګه د ۱۳۹۸ مالي کال لپاره ۳۹۹ میلیارد افغانۍ بودجه په پام کې نیول شوې ده.
د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست محمد همایون قیومي له دې مخکې د مشرانو جرګې په جلسه کې ویلي وو چې د ۱۳۹۸ مالي کال لپاره ټوله بودجه ۳۹۹ میلیارد افغانۍ په پام کې نیول شوې او په دغې بودجه کې ۲۷۵ میلیارد افغانۍ عادي او ۱۲۴ میلیارد پراختیا یي بودجه پیشبني شوې ده.
د افغانستان د مالېې وزارت سرپرست وزیر زیاته کړې وه چې د راتلونکې کال د بودجې په تنظیم کې پر پراختیایي بودجې ډېر تمرکز شوی دی. د دغې پراختیایي بودجې زیاته برخه، د زیربنا رغونې، د کلیو پراختیا، روغتیا، حکومتولۍ،کرهنې او پوهنې ته ځانګړې شوې ده.  
 
https://avapress.com/vdchq-nzi23nqwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته