کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پکتیا ولایت ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوی

11 جدی 1397 ساعت 9:44

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ېوې اعلامېې له مخې نن د پکتیا ولایت د ولسې جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې دي.



د دغې اعلامیې پر بنسټ د ټاکنو خپلواک کمیسیون له لوري محمد نواب منګل، محمد ابراهیم غښتلی، ډاکټر یار باز خان حمیدي، سید حسن ګردیزی او راضیه سعادت منګل په لومړنیو پایلو کې د بریالیو نوماندانو په توګه اعلان شوي دي.
د دې ولایت په لومړنیو پایلو کې درې پخوانۍ او دوه نوې څېرې لیدلې کیږي چې پارلمان ته یې لاره موندلې ده.
دا په داسې حال کې دی چې د ولسي جرګې د ټاکنو له ورځې تر دوو میاشتو ډېر وخت تیریږي خو تر اوسه لا د ټاکنو کمیسیون د ټولو پایلو په اعلان نه دی توانیدلی.
په ورته وخت کې د شکایاتو د اوریدو کمیسیون وایي چې د دې کمیسیون له پلټنې وروسته ټاکل شوې چې په وروستې لیست کې به د پام وړ بدلون راشي.
 


د مطلب کود: 176974

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/176974/د-پکتیا-ولایت-ولسي-جرګې-ټاکنو-لومړنۍ-پایلې-اعلان-شوی

آوا
  https://www.avapress.com