کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تیرو لسو ورځو کې د طالبانو د ځای پر ځای شویو ماینونو چاودنو کې (۱۹) ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 جدی 1397 ساعت 11:23

د تیرو لسو ورځو په لړ کې د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ او مرکز په اړوندو کې د وسله والو طالبانو لخوا د لارو په اوږدو کې د ځای پر ځای شویو ماینونو د چاودنو له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون (۱۹) ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.



یادي پیښي د رواني مرغومي میاشتي په ۲ مه، ۴ مه، ۷ مه او ۹ مه نیټه د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ په شاخوګ او دري نوري یې هم د مرکز اړوند له ده یک او اندړو ولسوالۍ سره پر پوله په آرزو سیمه کې رامنځته شوي دي، چې په ترڅ کې یې د دوو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون (۱۳) ملکي کسان شهیدان او د یوه ماشوم په ګډون (۶) تنه ټپیان شوي دي.
د دولت وسله وال مخالفین چې له افغان امنیتي ځواکونو سره د مخامخ مقابلي توان نلري، تل یې له هستوګنیزو سیمو د سنګر په توګه کار اخیستی او پر لویو لارو یې د ماینونو په ځای پر ځای کولو سره ملکي کسانو ته په لوی لاس مالي او ځاني زیانونه اړولي، خو افغان ځواکونه سره له دي چې د عملیاتونو پر مهال ورته تلفات اوښتي په هستوګنیزو سیمو کې یې د ملکي کسانو د مصئونیت له کبله د وسله والو پر ضد له پوځي اقداماتو څخه کار ندی اخیستی.
 


د مطلب کود: 176982

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/176982/تیرو-لسو-ورځو-کې-د-طالبانو-ځای-پر-شویو-ماینونو-چاودنو-۱۹-ملکي-کسانو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتي

آوا
  https://www.avapress.com