دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۴
د مطلب کود : 176984
طالبانو له ایراني پلاوي سره لیدنه تایید کړه
د طالبانو ویاند وايي، د طالبانو یوپلاوی په سیمه کې له وړاندې د خپلو اړیکو له مخې تهران ته تللی.

دی زیاتوي، دا پلاوی تهران ته لېږل شوی، څو د افغانستان د سولې او امنیت په اړه له ایران سره خبرې وکړي.
د طالبانو د ویاند په خبره، دوی په عادي ډول د سیمې هېوادونو ته سفر کوي، څو د افغانستان د ثبات ته د رسېدو لپاره مرسته وکړي.
که څه هم د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا لیدنه د شنبې په ورځ شوې، خو طالبان بیا وايي، پلاوی یې دوشنبه تهران ته رسېدلی دی.
د دوشنبې په ورځ (د مرغومې په لسمه نېټه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د یکشنبې په ورځ طالب استازي تهران ته راغلل او د افغانستان د سولې په اړه یې له دغه هېواد سره خبرې اترې پیل کړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي په دې اړه زیاته کړې وه چې له دغې غونډې موخه "د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو اترو لپاره د ځينو مواردو مشخص کول دي."
د ښاغلي قاسمي په وینا، د طالبانو دغه پلاوي د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید عباس عراقچي په مشرۍ ایراني پلاوي سره خبرې اترې کړې دي. قاسمي هغه همداراز ویلي وو چې افغان حکومت د دغو خبرو اترو په اړه خبر کړل شوی و.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaain6y49n0o1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته