دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۴
د مطلب کود : 176986
امریکا افغانستان ته ۵۰ نور سرتیري رالیږي
امریکايي رسنیو لیکلي چې ټاکل شوې ده د امریکا د کولورایدو ایالت ملي ګارډ پنځوس تازه پوځیان د روانې اوونۍ تر پایه پورې افغانستان ته راشي.

د رپوټونو پر بنسټ دغه پنځوس تازه سرتیري به په افغانستان کې د یو کال لپاره پاتې شي.
د امریکايي ځواکونو دغه واحد په دوه زره لسم او یوولسم میلادي کال کې په افغانستان کې میشت و او ټاکل شوی چې یو ځل بیا افغانستان ته راشي.
امریکا اوس مهال په افغانستان کې څوارلس زره سرتیري لري او په دې ورستیو کې امریکايي رسنیو وویل چې ولسمشر ټرمپ هوډ لري څو له افغانستان څخه ددغه ځواکونو نیم شمیر وباسي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc4eqse2bqmo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته