دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۰۴
د مطلب کود : 176999
د سولې شورا: د سولې د خبرو په هیله یو افغان پلاوی سعودي عربستان ته ځي
د افغانستان د سولې عالي شورا هیله څرګندوي چې د افغانستان له لوري به د سولې د خبرو اترو لپاره یو پلاوی سعودي عربستان ته ولاړ شي.


سره له دې چې وسله والو طالبانو په سعودي عربستان کې د افغان حکومت له استازو سره له مذاکراتو ډډه کړې، د افغانستان د سولې عالي شورا هیله څرګندوي چې د سولې د خبرو اترو لپاره به افغان پلاوی سعودي عربستان ته ولاړ شي.


ټاکل شوې چې د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ د سولې دوهم پړاو خبرې د روانې لمریزې جنورۍ په میاشت کې د سعودي عربستان په جدې ښار کې ترسره شي.
که څه هم د دغو خبرو دقیقه نېټه نه ده په ډاګه شوې، خو د کوربه سعودي ترڅنګ به په کې د امریکا، متحده عربي اماراتو ، پاکستان او طالبانو استازي برخه واخلي.
د دغو خبرو په درشل کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر قطر ته رسېدلی او پاکستانیو رسنیو ویلي چې د افغان سولې د خبرو موضوع د دغه سفر اساسي اهداف دي.
دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره په خپل پخواني دریځ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په سعودي عربستان کې به د افغان حکومت له استازو سره خبرې ونه کړي.
د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، د یوه قوي اوسنجیده پلان په اساس له امریکا سره خبرې پر مخ وړي، تر څو په هېواد کې یې اشغال پای ته ورسېږي.
خو د کوېټې شورا یوه تن غړي د خپل نوم نه ښودلو په شرط روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې د جنورۍ په میاشت کې له امریکايي چارواکو سره په عربستان کې خبرې کوي، خو په ډاګه کړې یې نه ده چې له افغان حکومت سره به خبرې وکړي که نه؟
دوه اوونۍ وړاندې طالبانو د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ په غونډه کې د افغان حکومت له لېږل شوي پلاوي سره خبرې ونه کړې.
له دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په نقل یو راپور خپور شوی و چې نوموړي کابل ته خپل وروستي سفر په ترڅ کې افغان چارواکو سره ژمنه کړې وه چې طالبان به له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضروي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgy39qyak9uy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته