د روسیې د بیړنیو حالاتو وزیر یفګینې زینیخیف د جنورۍ پر لومړۍ نېټه وویل، د دغو کسانو د ژغورنې عملیات په مؤقتي ډول ځنډېدلي، ځکه وېره ده چې پهدغو هڅو کې به ښایي د دې ودانۍ نورې برخې هم ړنګې شي.
دی وایي، په خوندي ډول د عملیاتو بیا پیلېدل به یوه ورځ وخت ونیسي.
د ژغورنې کارکوونکو تېره شپه په سړې هوا کې د قربانیانو د ژغورنې هڅو ته دوام ورکړ.
د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت وایي، د دغې ودانۍ ۲۶ اپارتمانونه تخریب شوي چې ۴۶ تنو ژوند پهکې کاوه.
ویل کېږي تر ۳۰ ډېر کسان اوس تر انبارونو لاندې بند پاتې دي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره ورځ د اورال په جنوب کې د دغې ودانۍ لیدو ته ورغی او د پېښې له ټپیانو سره یې ولیدل.
د روسیې صدراعظم ډیمټري میدوېدېف د دې پېښې له قربانیانو سره د مرستې لپاره د یوه کمېسیون د جوړېدو سپارښتنه کړې ده.