کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جنرال سکاټ مېلر: ۲۰۱۹ به د افغانستان لپاره یو په زړه پوری کال وي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 جدی 1397 ساعت 19:59

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان ویلي، ۲۰۱۹ میلادي کال به د افغانستان لپاره یو په زړه پوری کال وي.


جنرال سکاټ مېلر نن کابل ته نږدې په یوه پوځي اډه کې هغو مواردو ته اشاره کړې چې دا مهال د افغانستان د سولې په اړه روان دي.

نوموړي وویل:"په څو پایتختونو کې پر پالېسیو غور کېږي، د سولې خبرو لپاره هڅې روانې دي، د سیمې لوبغاړي پر سوله ټینګار کوي، طالبان او افغان حکومت د سولې په اړه خبرې کوي."

په همدې حال کې د ناټو ویاند په کابل کې له نورو امریکایي پوځيانو سره د نوي کال د لمانځلو پر مهال د افغانستان سولې ته هیله‌مندي وښوده او ویې‌ویل چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د افغان سولې لپاره یو ښه فرصت برابر شوی دی چې په‌دغه هېواد کې ۴۰ کلنه جګړه پای ته ورسېږي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد تېره میاشت د طالبانو له استازو سره په ابوظبي کې ولیدل او ټاکل شوې ده چې د روانې جنورۍ په میاشت کې د طالبانو استازي د سعودي عربستان په جده ښار کې په یوه ورته غونډه کې برخه واخلي.


د مطلب کود: 177019

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/177019/جنرال-سکاټ-مېلر-۲۰۱۹-د-افغانستان-لپاره-یو-په-زړه-پوری-کال-وي

آوا
  https://www.avapress.com