دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۹
د مطلب کود : 177045
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ پولیسو په یو عراد تراکتور موټر کې ١٤٣ ميله تفنګچې او ٣٠٣ عدده شاژرونه ونيول
ننګرهار امنیه قوماندان پاسوال غلام سنايي ستانکزی وايي، نيول شوی کس،چې د غزني ولايت اصلي اوسیدونکی دی،غوښتل يې یادې وسلې او شاژرونه له تورخم څخه کابل ولایت ته و لیږدوي،چې د نشه يي توګو پر وړاندې د مبارزې پولیسو لخوا د دې ولایت په مربوطاتو کې ونیول شول .
ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیريت پولیسو د یو تن سره په تراکتور موټر کې، چې په کې لرګي بار وو او په ډېر مهارت يې په کې ١٤٣ ميله بېلابېل ډوله تفنګچې او د بېلابېلو وسلو ٣٠٣ عدده شاژرونه ځای پر ځای کړي وو، ونیول .
ننګرهار امنیه قوماندان پاسوال غلام سنايي ستانکزی وايي، نيول شوی کس،چې د غزني ولايت اصلي اوسیدونکی دی،غوښتل يې یادې وسلې او شاژرونه له تورخم څخه کابل ولایت ته و لیږدوي،چې د نشه يي توګو پر وړاندې د مبارزې پولیسو لخوا د دې ولایت په مربوطاتو کې ونیول شول .
نوموړی زیاتوي،د یاد مدیریت پولیسو همدا راز اووه پنځوس نیم کیلو نشه يي توکې له لیږدونکی سره یو ځای ونیول .
نيول شوو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او په امنې قومندانۍ کې د نورو څېړنو او پوښتنو لاندې دي .
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjxaeviuqeayz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته