دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۲
د مطلب کود : 177054
د کندهار میوند ولسوالی په یو قرارګاه کې پیاوړۍ چاودنه
په کندهار کې سیمه ایز چارواکې دا خبره تاییدوی چی د میوند ولسوالی ځواکونو یو قرارګاه کې پیاوړی چاودنه شوی خو وایی چی تراوسه د تلفاتو په اړه یی دقیق ګزارش په لاس کې نشته.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، اتل ۲۰۵ قول اردو د کندهار میوند ولسوالی یو قرار ګاه کې چاونده تایید کړی ده، خو د تلفاتو په اړه یی څه نه دی ویلی.
خو د عزیز احمد احمدی، کندهار ولایت ویاند په وینا د رسنیو سره په مصاحبه کې، طالبان تیره شپه خپل یو کانال حفر سره ځان میوند ولسوالی یو قرارګاه ته نږدی رسولی او وروسته قرارګاه ته چاودنه ورکړی دی.
د کندهار ولایت ویاند هم تراوسه ځواکونو ته تلفات اوښتل نه تاییدوی.
خو طالبان مدعیان دی چی دا چاودنه، ۳۵ تنه سرتیری وژلی دی او ۵ تنه نور یی ټپیان کړی دی.
کندهار یو امنیتی مسئول د نوم نه یادولو سره د ځینو رسنیو سره په مصاحبه کې ویلی دی چی ددی چاودنې په ترڅ کې، ۵ تنه سرتیری شهیدان شوی او ۲۵ تنه نور ټپیان شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcjiaevxuqeayz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته