دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۱
د مطلب کود : 177056
مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت  د ماليې وزارت د عوایدو راټولولو او سوداګريزو جوازونو اخيستلو لپاره د آسان خدمت لومړی مرکز پرانېست
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له خوا د مالیې وزارت په همکارۍ د کوچنيو او منځنیو مالیه ورکوونکو لپاره د عوایدو راټولو او عامه خدماتو د آسان خدمت لومړنی مرکز پرانېستل شو.

په دغه مرکز کې به د وړو او منځنیو مالیه ورکوونکو سربېره د پانګه اچوونکو لپاره د پیسو د تحویلولو په موخه بانکي آسانتیاوې، د سوداګریزو جوازونو او د کار د جوازونو ترلاسه کولو آسانتیاوې د یو سوداګریز کمپلکس په بڼه موجودې وي.
د دغه مرکزون په پرانیستغونډه کې چې د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناوو په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي،  د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ښاغلي شهزاد اریوبي، د سوداګرۍ خونو استازو او ملي سوداګرو ګډون کړی وو، د مالیې وزارت سرپرست د غونډې په پرانیستې وینا کې وویل:" د دې مرکزونو د جوړېدو موخه د ملي عوایدو د راټولولو د پروسې عصري کول او روڼتیا ده او همدا شان به یاد مرکزونه مالیه ورکوونکو او ملي سوداګرو ته زیاتې اسانتیاوې را منځته کړي."  
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ښاغلي شهزاد آريوبي وویل"  د مخابراتو وزارت آسان خدمت اداره هڅه کوي چې د عامه خدماتو پروسې ساده او اسانه کړي، هېوادوالو او پانګوالو ته د ماليې ورکولو په برخه کې اسانتياوې رامنځته کړي او ددغه مرکز جوړول يې یوه بېلګه ده. "
محترم شهزاد آريوبي همدا راز وویل چې ددغه مرکز په پرانېستې سره به د کوچنيو او متوسطو ماليه ورکوونکو لپاره نه یواځې دا چې د ماليې د ورکړې اسانتياوې رامنځته شي، بلکې د سوداګريزو جوازونو د تر لاسه کولو اسانتياوې هم لري.
نوموړي وویل: " دا مرکز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له خوا په عصري ټکنالوژۍ او د سګټاس په سیستم سمبال دی، چې ټول کارکوونکې د اسان خدمت ادارې له خوا روز شوي او د لوړ ظرفیت ترڅنګ خپل کار ته ژمن، صادق او له پوره انرژۍ سره به خپل مسئولیتونه تر سره کړي. "
ښاغلي شهزاد آريوبي وویل:" د مخابراتو وزارت غواړي ددغه مرکز سره انلاين خدماتو ته لاره برابره کړي، د بېمې خدماتو، TIN نمبر اخیستلو او د پُستي خدماتو لپاره هم زمینه سازي هم وکړي. "
د دې ودانۍ په پرانیستو سره به په لږ وخت کې د مالياتي پروسو ترسره کېدل، تر ډېره د کاغذي کارونو (بيروکراسۍ) مخه نيول، د مالياتي پروسو (درېيو پړاوونو ته) راټيټول او کنټرول، له فايبر سره د مالياتي سيسټم تړل، د مالياتي اسنادو سيسټماټيک تائيد او تصديق، د مالياتي شکايتونو د اورېدلو غږيز او ويډيو ثبت سيسټم، په خپله د پانګوالو له لوري د مالياتو تصفيه کول او د جواز نوي کولو چارې تر یوه چتر لاندي تر سره شي.
د یادونې وړده، چې دغه خدماتي مرکز د پارکینګ، بانک، پارک، کیفیټیریا او نورو نړیوالو معیارونو په نظر کې نیولو سره جوړ شوی، چې د خدمتونو په وړاندې کولو کې به خورا اغېزمن تمام شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbszb80rhbzgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته