دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۴
د مطلب کود : 177065
هرات کې یوه افغان سرتېري پر بهرنیو سرتېرو ډزې کړي
په هرات ولایت کې یو افغان سرتېري پر نړیوالو ځواکونو باندې ډزې کړي دي.

دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ د «مرغومې پر۱۲مه» د هرات ولایت د سرحدي پولیسو قوماندانۍ په پنځمې لوا کې رامنځته شوې ده.
په هرات کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان جنرال نورالله قادري امریکا غږ ته وویل، چې دغه پېښه نن سهار ۱۱ بجې شوې ده.
جنرال قادري زیاته کړه چې د سرحدي ځواکونو یوه سرتېري په خپلې وسلې سره پر مېشتو ایټالیايي او نورو سرحدي ځواکونو باندې ډزې کړي دي.
هغه وویل چې په دغه پېښه کې یو افغان سرتېری ټپی شوی او حمله کوونکی سرتېری هم په متقابلو ډزو کې وژل شوی دی.
د دغه چارواکي په وینا په دغه پېښه کې ایټالیايي سرتېرو ته زیان نه دی رسېدلی دی.
خو یو بل امنیتي مقام چې نه یې غوښتل غږ او نوم یې خپور شي وايي، چې دغه افغان سرتېری د ایټالیايي سرتېرو پر موټر د راکټ تر فیر کولو وروسته د نورو افغان سرتېرو لخوا ووژل شو.
ومو غوښتل چې په دې اړه په هرات کې د سرحدي پولیس چارواکو نظر هم واخلو خو هغوی په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.
تر دامهاله په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb0zb8srhbzgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته