دوی وايي افغان او بهرني ځواکونه باید خپل عملیات په احتیاط سره ترسره کړي تر څو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله وانه وړي.
یو تن اعتراض کوونکی، عبدالغیاث وايي:«دا بې خبره عملیات چې ترسره کېږي، او زموږ ولسي وګړې په کې وژل کېږي، موږ یې بندول غواړو.»
همداراز بل اعتراض کوونکی، صمد ځاځی زیاتوي:«موږ د ړندو عملیاتو مخالف یوو. او که چېرې له ولایتي او ولسوالۍ چارواکو سره همغږي وشي، نو موږ ورسره مخالف نه یوو، که د دوښمن پر وړاندې عملیات کېږي، موږ یې مخالف نه یوو او د خلکو پر وړاندې د عملیاتو مخالف یوو.»
د پکتیا ولایتي شورا وايي په وروستیو یوې میاشتې کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په پوځي عملیاتو کې ملکي کسانو ته زیان رسېدلي دی.
د ولایتي شورا غړی، سردار ملنګ زوی وايي:« که چېرته په پکتیا کې د دولت استازي وي، اردو وي، والي وي، نو له دوی سره باید همغږي وشي چې دښمن چېرته دی.»
په همدې حال کې د پکتیا ولایت سیمهییز چارواکي هم په شپنیو پوځي عملیاتو کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه څرګندوي.
د پکتیا مرستیال والي، عبدالولي څرګندوي:«عملیاتو کې باید ولسي وګړي زیانمن نشي، په دې پېښو افغان حکومت دردمن دی او انشاالله د خلکو غږ به اورېدل کېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ په ترڅ کې د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنو ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړ.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)