دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۳۰
د مطلب کود : 177087
د جمهوررئیس په حضور کې د رادار د خپلواکو سیستمونو د نصبولو او سیمي جالیو د پروژو قراردادونه لاسلیک شول
د رادار د خپلواکو سیستمونو د نصبولو او د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د پنځو دریایي حوزو لپاره د سیمي جالیو (ګبیون) د پېرلو او لېږد قراردادونه د اړوند مسوولینو له لوري د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په حضور کې لاسلیک شول.
په دې موخه جوړو شویو مراسمو کې چې نن له غرمې مخکې په سلامخانې ماڼۍ کې ترسره شول، د کابیني او ملي شورا یو شمېر غړو هم حضور درلود، په پیل کې د ملکي هوايي چلند خپلواکې ادارې رئیس محمودشاه حبیبي او د تالس شرکت سیمه‏ییز مسوول الین کورییا د رادار د خپلواکو سیستمونو د نصبولو قرارداد لاسلیک کړ.
ورپسې د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست محمدګل خُلمي او د رحیم ګردیزي او مصطفی میتل لمېټډ د شرکتونو مسوولینو د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د پنځو دریایي حوزو لپاره د سیمي جالیو د پېرلو او لېږد قرارداد لاسلیک کړ.
جمهوررئیس غني په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال د ۱۳۹۸ کال بودجې د تصویب له امله د ملي شورا استازو قدرداني وکړه او وې ویل، ملي بودجه شفافه وه او د خلکو په خدمت کې ده چې په تصویبولو سره یې د معاشاتو د ورکړې او پر موقع د مصارفو په خاطر ټولې بهانې لمنځه ځي.
د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه، د لومړي ځل لپاره د انکشافي بودجې لګښت ۹۳ سلنې ته رسېدلی او د تجملي توکو لګښت راټیټ شوی چې افغانستان د بودجې د لګښت له پلوه د پرمختللو هېوادونو په کتار کې راځي. هغه ټینګار وکړ سږ کال به په لومړۍ او دویمه ربعه کې د انکشافي بودجې مصرف زیات وي.
جمهوررئیس د سیمي جالیو پروژې د قراداد د لاسلیکولو په اړه وویل، د دې پروژې په پلي کولو سره به د لومړي ځل لپاره د سېلابونو د خطرونو او د ځمکې او املاکو د تلفاتو مخنیوی وشي او دا کار د اوبو د مدیریت لامل هم ګرځي.
د هېواد جمهوررئیس همداراز  وویل، د یادې پروژې په تطبیق کې به د لګښتونو د راکمولو په خاطر په سیمي جالیو کې له وطني ډبرو استفاده وشي.
جمهوررئیس غني د رادار د خپلواکو سیستمونو د نصبولو پروژې په اړه وویل، د دغه سیستم له برکته به ملي عواید له ۱۲ څخه ۱۵ میلیارد افغانیو ته لوړ شي، دغه راز زمونږ فضايي خپلواکي لا پیاوړې کېږي او د افغانستان په فضایي حریم کې به ټولې الوتنې تر کنترول او مدیریت لاندې وي.
د رادار د خپلواکو سیستمونو د نصبولو پر پروژې څه باندې ۹ میلیارد افغانۍ لګښت راځي او په دوو کلونو کې تطبیقېږي چې په بشپړېدو سره به یې د اوسنیو سیستمونو ترڅنګ د افغانستان د فضایي حریم د کنترول او د ملکي او نظامي الوتکو لپاره هم ورڅخه استفاده وشي.
دغه راز د یاد رادار دستګاه کولای شي له ځمکې څخه تر ۵۵ زره فټ ارتفاع پورې هر ډول ملکي او نظامي الوتکې تشخیص کړي او ترڅنګ یې د هوايي دفاعي سیستم د نصبولو وړتیاهم لري .
په همدې ترتیب د انرژۍ او اوبو وزارت او د رحیم ګردیزي او مصطفی میتل لمېټډ شرکتونه به د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د پنځو دریایي حوزو لپاره د سیمي جالیو د پېرلو او لېږد پروژه په درې لاټونو کې تطبیقوي چې د لېږد او تطبیق پر مهال به یې تر ۱۷۹ زرو زیاتو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfcedyew6dexa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته