دې لیدنه کې پر بېلا بېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ظرفیت لوړوالي، د هوايي او ځمکنیو قواوو غوره تجهیز او تمویل او د احتمالي اوربند سربېره مختلفو نورو سناریو ته پر چمتووالي بحث وشو.
همدا شان لیدنه کې ټینګار وشو چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه دې په بشپړې همغږۍ او انسجام، د دښمن ځپلو ته دوام ورکړي تر څو د افغانستان د خلکو بر حقو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړل شي.
ډاکټر حمدالله محب د هېواد له مېړنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو د خلکو د ملاتړ قدر داني وکړه.
هغه وویل: اوس مهال د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو له ملي ګټو او ارزښتونو د ساتنې برخه کې خپل ځای لا پیاوړی کړی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)