دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۳
د مطلب کود : 177124
نریندرا مودي: پاکستان به ژیر اصلاح نه شی
له ای این آی هندي ټلویزیون سره په مرکه کې ښاغلي مودي ویلي چې په پاکستان به فشار ته دوام ورکړي، هغه زیاته کړې چې د ترهگرۍ د مخنیوي لپاره دغه فشار که په پاکستان کې دننه د ترهگرو په نښه کول وي او که یا په بل ډول وي.


د هند لومړی وزیر پر خپل ټویټر لیکي، دا خیال او فکر سم نه دی چې پاکستان به له یوې جګړې سره اصلاح شي، هغه زیاتوي د پاکستان اصلاح وخت غواړي او دغه کار ژر نشي ترسره  کیدلای.
نرېندر مودي په ټوېټ کې زیاتوي چې د “ترهګرۍ” د ملاتړ له کبله پاکستان ګوښه شوی دی.
مودي ویلي چې هند هیله من دی چې له گاونډي هیواد پاکستان سره ښې اړیکې ولري خو زیاته کړې یې ده  چې پاکستان د ترهگرۍ نه لاس نه اخلي او په خپل چلند کې بدلون نه راولي. هندي چارواکي پر پاکستان تور لګوي چې په خاوره کې یې د دوی ضد وسله والو ته پټنځایونه  او روزنځایونه تیار کړي دي.
 
https://avapress.com/vdchiqnzk23nqzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته