دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۳
د مطلب کود : 177132
جمهور رئیس غني: پرانېستې دولتداري دې پر ملي پروسه بدله شي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د افغانستان د پرانېستې دولتدارۍ د نوښتونو په اړه غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې چې نن مازدیګر په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه په پیل کې د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر عمومي ریاست مرستیال عبدالسبحان رووف او خلیل الله متوکل د ملي همغږۍ او د پرانېستې دولتدارۍ د سکرتریت رئیس د افغانستان د پرانېستې دولتدارۍ د نوښتونو په اړه خپل راپور وړاندې کړ.
رووف وویل، افغانستان د پرانېستې دولتدارۍ د ۸۸ سلنې معیارونو په پوره کولو سره د پرانېستې دولتدارۍ د ګډون غړیتوب ترلاسه کړی دی. نوموړي د افغانستان د عمل ملي برنامې او د هغې د ځانګړنو، د عمل ملي برنامې د تعهداتو او تطبیق د څارنې د میکانيزمونو او دغه راز د ننګونو، حل لارو او راتلونکو برنامو په اړه خبرې وکړې.
جمهوررئیس غني د یاد راپور له اورېدو وروسته د افغانستان د پرانېستې دولتدارۍ د مشارکت د پرمختګونو مننه وکړه وې ویل، د پرانېستې دولتدارۍ شپږ کلنې ستراتېژۍ جوړول یوه اړتیا ده.
جمهوررئیس زیاته کړه، د پرانېستي قانون جوړولو، پرانېستې بودجې، پرانېستې پلټنې/ارزونې، پرانېستي قرارداد او پرانېستو اطلاعاتو په اړه دې د مالیې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو، د جمهوري ریاست مالي مشاوریت، ملي تدارکاتو ادارې او د جمهوري ریاست ویاند دفتر سره خبرې وشي، ترڅو په یادو بنسټونو کې پرانېستې دولتداري تطبیق شي.
جمهوررئیس غني د دې په څرګندولو سره چې پرانېستې دولتداري دې پر یوه ملي پروسه بدله شي وویل، ښاروالۍ او د ولسي تړون برنامې د پرانېستې دولتدارۍ غوره بېلګې بلل کېدای شي.
د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، ملي یووالي حکومت د پرانېستې دولتدارۍ په برخه کې ګامونه اخېستې چې د تدارکاتو برېښنایي کېدل او د بودجې تدوین یې د بېلګې په ډول یادولای شو.

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgwu9qxak9uq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته