دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۵۸
د مطلب کود : 177137
عبدالطیف پدرام انتخاباتو ته د کاندید په توګه نوم‌لیکنه وکړه
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره نوم‌لیکنه نن رسماً پیل کړه.

د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون نه د ازادي راډیو د همکار د خبر له مخې عبدالطیف پدرام لومړنی کس و چې د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو د کاندید په توګه‌یې نوم‌لیکنه وکړه.
د ښاغلي پدرام لومړی مرستیال احسان‌الله حیدري او دوهم‌یې محمد صادق وردګ دی.
مخکې تر دې محمد حکیم تورسن هم د نوم‌لیکنې لپاره کمېسیون ته ورغلی، خو د دوهم مرستیال د نه‌حاضرېدو له امله‌یې نوم‌لیکنه وځنډېده.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د ولسمشرۍ لپاره د کاندیدانو نوم‌لیکنه به د جدي د میاشتې تر وروستۍ نېټې پورې دوام وکړي.
ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د سرطان د میاشتې په ۲۰مه نېټه ترسره شي.
په افغانستان کې د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ مشر، یوسف رشید نن ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون دا بهیر له وخته مخکې پیل او هدف‌یې د انتقادونو مخنیوی دی.
په همدې حال کې، د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت په نوم سیاسي حزب رد کړه چې د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق به د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د ګلبدین حکمتیار په انتخاباتي ټیم کې شامل شي.
د دې حزب ویاند عباس اګاه نن په یوه بیان کې چې ازادي راډیو ته استول شوی، ویلي چې محمد محقق به د وحدت اسلامي حزب له لوري په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم ثبتوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbfzb8zrhbz8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته