دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۲۵
د مطلب کود : 177145
د افغانستان ملي امنیت سلاکار هند ته تللی
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ‌‌‌‌‌‌ډاکټر حمدالله محب د هند د ملي امنیت سلاکار په رسمي بلنه پر دوه اړخیزو همکاریو د خبرو په هدف دغه هېواد ته لاړ
د ملي امنیت شورا په یوه لنډه اعلامیه کې د دغه سفر په اړه ویلي، چې ښاغلي محب د خپل هندي سیال اجیت ډول په رسمي بلنه هندوستان ته سفر کړی دی.
حمدالله محب،د وږي په لومړیو ورځو کې د محمد حنیف اتمر له استعفی وروسته دافغانستان د ملي امنیت د سلاکار په توګه ټاکل شوی، هند ته یې دا لومړنی سفر دی.
افغانستان د ۱۳۹۰ کال د تلې په میاشت کې د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د حکومت په دوره کې د هندوستان سره د ستراتژیکي همکاریو یو تړون لاسلیک کړی دی.
هند د افغان حکومت سره د امنیتي همکاریو سربیره هرکال په سلګونو افغان ځوانانو ته تحصیلي بورسونه هم ورکوي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په داسې حال کې هند ته سفر کړی، چې د نوي کال د رخصتیو وروسته د امریکا، سعودي عربستان، پاکستان ، متحده عربي اماراتو او طالبانو د استازو ترمنځ د سعودي عربستان د جدې په ښار کې د یوې غونډې د جوړیدو خبرونه ورکړل شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcay0n6m49n061.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته