دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۳۸
د مطلب کود : 177149
ترکي او پاکستاني چارواکی د افغانستان سولې په اړه غږیږی
د امریکا له‌خوا د افغانستان سولې لپاره د هڅو له پیلېدو سره اوس د سیمې د ډېرو هېوادونو د چارواکو د سفرونو پر مهال د افغان سولې روان بهیر د بحث یوه مهمه اجنډا ګرځېدلي.

په دې لړ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، پاکستاني مقامات نن او سبا له ترکي چارواکو سره د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغان سولې په روان بهیر او د سیمې په وضعیت خبرې کوي.
ترکیې ته له روانېدو مخکې ښاغلي قریشي په اسلام‌باد کې له رسنیو سره په خبرو کې ټینګار کړی چې د افغان سولې په برخه کې د ترکيې نظریات تر ډېره مثبت او له پاکستان سره همغږي دي.

نوموړي زیاته کړه:
"د افغانستان پر موضوعاتو د ترکيې رول ډېر مثبت پاتې شوی، هلته د امنیت او ثبات په اړه دوی له پاکستان سره همغږي دي، موږ دواړه هېوادونه یو د بل باور اخېستی او په راتلونکي کې به‌يې هم اخلو په تېر کې چې کومې درې اړخېزه غونډې وې، په هغې کې هم ترکیه له پاکستان سره وه."
دا په‌داسې حال کې ده چې د پاکستان صدراعظم عمران خان، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د هغه هېواد د کابیني ځيني نور وزیران نن په دوه ورځني سفر ترکيې ته ورسېدل.
شاه محمود قریشي له دې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې هم د کابل، پېکېنګ، تهران او مسکو په دوره تللی و.
ده ویلي، د سفرونو هدف يې د افغان سولې لپاره د سیمې د هېوادونو همکاري تر لاسه کول دي.
له دې سره ترکيې ته له روانېدو مخکې شاه محمود قریشي رسنیو ته ویلي روانه یا راتلونکې اوونۍ به د افغان سولې او د سیمې په روان وضعیت د بحث لپاره د ترکيې او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیران هم اسلام اباد ته سفر وکړي.
دا په‌داسې حال کې ده چې پاکستان تل د افغان طالبانو په پلوۍ تورن شوی او امریکا او افغان حکومت ترې خبرو ته د طالبانو د حاضرولو غوښتنه کړې ده.
د پاکستاني چارواکو وروستیو سفرونو ته په کتو په افغانستان کې نظرونه دا دي چې هغه هېواد د افغان سولې په برخه کې د خپلو ګټو په لټه کې دی.
د دوی له‌منځه د نړیوالو چارو کارپوه مشتاق رحیم ازادي راډيو ته وویل، پاکستان هڅه کوي د افغانستان سولې ته داسې اړخ ورکړي چې د دوی د ګټو په رڼا کې جوړ جاړۍ وشي.

نوموړي زیاته کړه:
"که پاکستاني چارواکي ترکيې ته ځي ،د ځان په ګټه تبیلغات کوي او لا ملاتړ جذبوي نو دا به په‌دې معنا وي هغه بلاک به لا پیاوړی کېږي چې داسې سوله غواړي چې د دوی په مېل وي، موږ او تاسې د روسيې د هڅو شاهد یو کوم چې د امریکا ضد دریځ لري دغه حالت به ترکیه هم د خپلو سیمه‌ییزو ملګرو سره بوځي چې پاکستان، روسیه او نور هېوادونه دي او خپلې ګټې ګوري."
ښاغلی رحیم وايي، د افغانستان په خوښه د سولې په خاطر باید د افغان حکومت اړیکې او سفرونه هم ډېر شي، څو دوی نړیوال ډيپلوماټیک دریځ په خپله ګټه څرخولۍ وي.
 
https://avapress.com/vdceef8zojh8fzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته