کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشریزو ټاکنو ته د کاندیدانو د نوم لیکنې پروسه رسمآ پیل شوه

13 جدی 1397 ساعت 18:45

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له لوري ولسمشریزو انتخاباتو ته د کاندیدانو د نوم‌لیکنې پروسه پیل شوه.



د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له انتخاباتي مهال‌ویش سره سم ولسمشریزو انتخاباتو ته د کاندیدانو د نوملیکنې بهیر د جدې په ۱۳ نېټه په رسمي ډول پیل کړ.
عبدالطیف پدرام یوازنی کاندید و چې له خپلو مرستیالانو سره کمېسیون ته حاضر شو او ولسمشریزو انتخاباتو ته د کاندید په توګه یې خپل نوم ثبت کړ.
ښاغلي پدرام د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په رهبرۍ انتقاد وکړ او په یاد کمېسیون کې د اصلاحاتو غوښتونکی شو.

نوموړي وویل:
"په‌دغه کمېسیون او په‌دغه رهبرۍ نه کېږي، له دوو میاشتو او څو ورځو له تېرېدو وروسته اوس هم د پارلماني انتخاباتو نتایج نه‌دي معلوم."
عبدالطیف پدرام چې لومړی مرستیال يې احسان الله حیدري او دوهم مرستیال يې محمد صادق وردګ وو، خپل نوم يې د ولسمشرۍ د نوماند په توګه ثبت کړ.
له دې وړاندې عبدالحکیم تورسن لومړنۍ احتمالي نوماند و چې غوښتل يې ځان د ولسمشرۍ انتخاباتو ته نوماند کړي، خو د یو مرستیال د نه موجودیت له امله يې نوماندي وځنډېده.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې د جدي له لومړۍ نېټې تر ۱۲مې نېټې پورې ۷۳ کسانو د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د نوماند کېدلو معلوماتي کڅوړې ترلاسه کړي چې دوه يې مېرمنې دي.
د دې کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات وايي چې د روانې جدي میاشتې تر وروستۍ نېټې نوماندان کولای شي چې خپل د ولسمشرۍ انتخاباتو ته په رسمي ډول نوم‌لیکنه وکړي.
ښاغلي سادات د کمېسیون په اړه د انتقادونو او د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه د اندېښنو له څرګندولو وروسته رسنیو ته وویل چې د کمېسیون رهبري هڅه کوي چې ستونزې ختمې او په کمېسیون کې اصلاحات رامنځته کړي.

دا په‌داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسمشریزو انتخاباتو نېټه د راتلونکي کال د حمل ۳۱ اعلان کړې وه، خو د کمېسیون رهبرۍ د روانې اوونۍ په لومړیو کې دغه نېټه د همدې کال د سرطان ۲۹مه نېټې ته وغځوله.
که څه هم دغه ځنډ د افغان حکومت له هرکلي سره مخ شو، خو د افغانستان د لوی ملي ائتلاف په ګډون یو شمېر سیاسي جریانونو ټینګار وکړ چې حکومت باید په پخوانی اعلان شوې نېټه انتخابات ترسره کړي.
 


د مطلب کود: 177150

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/177150/ولسمشریزو-ټاکنو-ته-د-کاندیدانو-نوم-لیکنې-پروسه-رسمآ-پیل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com