دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۵۳
د مطلب کود : 177151
ټرامپ: روسیه، پاکستان او هند دې افغانستان روانه جګړه کې زیات ښکېل شي
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر د سیمې پر هېوادونو په تېره بیا روسیې، پاکستان او هند غږ وکړ چې په افغانستان کې د ترهګرۍ په وړاندې روانه جګړه کې زیات ښکېل شي.


ډونالد ټرمپ پرون د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۲» په واشنګټن کې د کابینې غونډې ته په خبرو کې چې پر ټلوېزیون خپرېدې ټینګار وکړ چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد مداخلې له مالي پلوه شوروي دېوالي او هغه‌یې وپاشله.
ټرمپ په افغانستان کې د وسله‌والو طالبانو او د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش په وړاندې د جګړې په اړه وویل چې نور هېوادونه چې سیمې ته نږدې دي باید دغې جګړې کې زیاته ونډه واخلي.
نوموړي زیاته کړه:
"روسیه ولې هلته نه‌شته؟ هند ولې هلته نه‌شته؟ پاکستان ولې هلته نه‌شته؟ ولې موږ ۶ زره مایله لیرې هلته یو؟ خو په هر صورت موږ له خپلو خلکو سره مرسته کوو، له نورو هېوادونو سره مرسته کوو. هلته ترهګر شته، اکثره‌یې طالبان او داعشیان دي، تاسو ته یو مثال درکوم، طالبان زموږ دښمنان دي، داعش زموږ دښمن دی، موږ په یوه سیمه کې یو چې څلور پنځه اوونۍ مخکې مې له جنرالانو سره پرې خبرې کولې، هغوی ویل چې په‌دې سیمه کې طالبان او داعشیان دواړه دي او دواړه له یوه بل سره جګړه کوي، ما ورته وویل چې ولې یې نه‌پرېږدئ چې په خپلو کې وجنګېږي، ولې باید موږ په‌کې مداخله وکړو."

ولسمشر ټرمپ په‌دې اړه چې ایا له افغانستانه ځواکونه باسي که‌نه؟ څه ونه‌ویل، خو مخکې راپورونو کې ویل شوي چې هغه په پام کې لري له افغانستانه د ۱۴ زرو امریکایي سرتېرو نیمایي یې وباسي.
خو هغه په افغانستان کې روانه جګړه بریالۍ ونه‌بلله او ویې‌ویل چې که څه هم د جنرالانو غوښتنې یې منلي، خو په جګړه کې پرمختګ نه‌تر سترګو کېږي.
ټرمپ وویل:
"تاسو زموږ د جنرالانو خبرې کوئ، ما جنرالانو ته ټولې هغه پیسې چې دوی یې غوښتنه کوله ورکړي، خو دوی په افغانستان کې کارونه ډېر ښه نه‌دي ترسره کړي. دوی په افغانستان کې ۱۹ کاله جګړه کوي. مټېس له ما ډېر منندوی دی چې ۷۰۰ میلیارده ډالره مې چې هغه‌یې هېڅ انتظار نه‌کاوه ورته ومنل، خو مټېس ماته څه وکړل؟ هغه ماته په افغانستان کې څه وکړل؟ هېڅ ښه‌یې نه‌دي کړي، زه له هغه څه چې ده په افغانستان کې کړي خوښ نه‌یم."
ولسمشر ټرمپ دغه‌راز په خپلو خبرو کې د هند پر صدراعظم نرېندرا مودي د هغه څه په خاطر چې وایي، په افغانستان کې یې یو کتابتون جوړ کړی هم انتقاد وکړ.
ټرمپ وویل، مودي تل را ته دا خبره کوي چې ده په افغانستان کې یو کتابتون جوړ کړی.
پوهېږئ چې ارزښت‌یې څومره دی؟ ارزښت‌یې زموږ د پنځو ساعتونو مصرف دی.
ټرمپ څرګنده نه‌کړه چې دا کوم کتابتون چېرې دی چې هند جوړ کړی، خو هند په افغانستان کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې د بیارغونې په برخه کې تر اوسه درې میلیارده ډالره لګولي دي.
 
https://avapress.com/vdchmqnzz23nqzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته