کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د مقدس جهاد په برخه کې د ځینو څرګندونو په اړه مطبوعاتي اعلامیه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 جدی 1397 ساعت 19:44

زموږ پر ګران هېواد د پخواني شوروي اتحاد له یرغل وروسته، افغانانو د یو ملي پاڅون په نتیجه کې د خپلې مقدسې خاورې د خپلواکۍ په خاطر جهاد پيل کړ.


د پخواني شوروي اتحاد پر ضد د افغانانو د مقدس جهاد د اعلان په طرفدارۍ او د دغه یرغل د غندلو په هکله نړۍ بشپړه اجماع درلوده، د ملګرو ملتونو سازمان عمومي غونډې په لوړ اکثریت پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د پوځي یرغل پر ضد اعتراضیه پرېکړه لیک صادر او دغه یرغل یې وغانده.
همدارنګه د ۳۴اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو یوه ګډه بیانیه ورکړه چې پخوانی شوروي اتحاد پکې مقصر ګڼل شوی وو او له قید و شرط پرته یې ژر تر ژره له افغانستان څخه د سرو لښکرو پر وتلو هم ټینګار کړی و.
د پخواني شوروي اتحاد له یرغل وروسته د امریکا د متحدو ایالتونو ټولو جمهور رئیسانو، نه یوازې دا چې دغه یرغل غندلی؛ بلکې دوی د افغانانو د مقدس جهاد ملاتړي پاتې شوي دي.
د جهاد په دوران کې افغانانو انتحاري بریدونه، نه کول او دغه راز یې نورو هېوادونو ته هیڅ ډول ګواښ نه و متوجه کړی.
په دغه حساس تاریخي پړاوو کې نړۍ له ابهاماتو څخه ډکه ده، همدارنګه نړۍ د بدلون په حال کې ده او د بدلون او ابهام په دغه چوکاټ کې اکثره هېوادونه په ټولو برخو کې له سره خپلې نوې محاسبې کوي.
 له نورې نړۍ سره زموږ اړیکې د ګډو ګټو پر بنسټ تدوین شوي دي، په افغانستان کې نړیوالې قواوې یوازې د افغانستان لپاره نه؛ بلکې د نړۍ او د همدغه دوستو هېوادونو د امنیت لپاره پرتې دي.
د ملي یووالي حکومت له پيل څخه تر اوسه افغانانو خصوصاً زموږ اتلو امنیتي او دفاعي ځواکونو د هېواد د بقا او د خپلو خلکو د هوساینې لپاره په لسهاو زره قربانۍ ورکړي دي، هر هېواد ته خپلې ګټې مهمې دي او د هېواد په دغه حساسو شرایطو کې زموږ لومړیتوب دا دی چې له هره اړخه په خپل ځان اتکا زیاته کړو.
د څرګندونو او د یوه هېواد د رسمي پالیسۍ ترمنځ توپير موجود وي، نو ځکه موږ هم د یو لړ څرګندونو په اړه د امریکې متحدو ایالتونو د دوست هېواد له حکومت څخه د ډیپلوماټیکو لارو د یو شمېر پالیسیو په اړه وضاحت غوښتی او تمه لرو چې په نږدې راتلونکي کې به له موږ سره شریک شي.
 


د مطلب کود: 177152

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/177152/د-افغانستان-مقدس-جهاد-په-برخه-کې-ځینو-څرګندونو-اړه-مطبوعاتي-اعلامیه

آوا
  https://www.avapress.com