دخپریدو نیټه :جمعه ۱۴ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۲
د مطلب کود : 177169
د بغلان ولایت او هندوانو د حوزې ولسې جرګې ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوی
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ېوې اعلامېې له مخې نن پنجشنبه د بغلان ولایت او د هندوانو د حوزې د ولسې جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې دي.


د دغې اعلامیې له مخې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ د ولسي جرګې په ټاکنو کې الحاج اسد الله شهباز د ۸۷۳۸ رایو، محمد عظیم محسنی د ۶۴۸۱ رایو، عتيق الله رامين د ۵۸۲۸ رایو، الحاج مامور احمد زی د ۵۵۰۸ رایو، ډاکټر محمد نسيم مدبر د ۴۸۹۵ رایو، الحاج استاد عبدالرزاق هاشمي د ۴۳۴۵ رایو، شکريه عيسی خيله د ۴۷۰۱ رایو او نوريه حميدي د ۲۷۷۵ رایو په ګټلو سره د بریالي نوماندانو په توګه اعلان شوي دي.
د دغې اعلامیې پر بنسټ د هندوانو له حوزې څخه نرندر سنګ خالصه په لومړنیو پایلو کې بریالی نوماند بلل شوی دی.
دا په داسې حال کې دی چې د ولسي جرګې د ټاکنو له ورځې تر دوو میاشتو ډېر وخت تیریږي خو تر اوسه لا د ټاکنو کمیسیون د ټولو پایلو په اعلان نه دی توانیدلی.
په ورته وخت کې د شکایاتو د اوریدو کمیسیون وایي چې د دې کمیسیون له پلټنې وروسته ټاکل شوې چې په وروستې لیست کې به د پام وړ بدلون راشي.
 
https://avapress.com/vdcg3u9qyak9uq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته