دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۹
د مطلب کود : 177184
کابل مکروریانو سیمه کې اورلګېدنه ډیر زیانونه اوښتي
د کابل په مکروریانو سيمه کې د اورلګېدو په پېښه کې د مړو او ټپیانو شمېر ۴۷ تنو ته رسېدلی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په کابل کې د اورلګېدو په پېښه کې ٣ کسان وژل شوي او ۴۴ټپیان دي.
د دغه وزارت ویاند وحید مایار د جمعې په ورځ رسنیو ته وویل:
"د اورلګېدو دغه پېښه تېره شپه په عبدالحق څلور لاري کې رامنځته شوه چې ۴۴ تنه په‌کې ټپیان شوي او درې نور وژل شوي دي، ټپیان په خپل وخت روغتونونو ته انتقال شوي، د یادونې وړ ده چې د شپږو تنو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، اور د تېلو په يوه پمپ کې ولګېد چې وروسته يوې دنګې ودانۍ ته خپور شو.
تر اوسه د تیلو پمپ کې د اورلګېدو لامل نه‌دی څرګند، خو چارواکي وايي په‌دې تړاو یې پلټنې دوام لري.
په همدې حال کې د کابل د پولیسو د جنایي څېړنو رئیس محمد سالم الماس رسنیو ته وویل چې د انساني تلفاتو ترڅنګ دغه پېښه مالي زیانونه هم لري.
ښاغلي الماس رسنیو ته وویل چې په‌دغه پېښه کې د تیلو پمپ د له‌منځه تلو ترڅنګ له ۴۰ ډېر اپارتمانونه او نقلیه وسایط سوځېدلي دي.

"په‌دغه اورلګېدنه کې ۴۳ اپارتمانونه سوځيدلي او درې تنه وژل شوي همدارنګه ۷ موټرونه هم سوځيدلي دي او ګڼ مالیې زیانونه یې اړولي."
نوموړي وویل، پېښه د مکروریانو په سېمه کې د پولیسو نهمې حوزې ته نېږدې شوې ده.
د کابل په ښار کې د اور د لګېدلو دا لومړۍ پېښه نه‌ده، څه موده وړاندې هم د دغه ښار په مرکزي برخه کې په یو مارکیټ کې د اور د لګېدلو له امله دکاندرانو ته ډېر اقتصادي زیان رسیدلی وو.
 
https://avapress.com/vdcdj50foyt05f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته