دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۳
د مطلب کود : 177186
د ولسمشرۍ لپاره احتمالي نوماند حنیف اتمر یونس قانوني او محقق خپل مرستیالان ټاکلي
سرچينې وايي چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره احتمالي نوماند محمد حنيف اتمر خپل لومړی مرستيال يونس قانوني او دويم مرستيال محمد محقق ټاکلي دي.
د اتمر ټيم ته يوې نږدې سرچينې د مرغومي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى د ټاکنو له کمېسيونه معلوماتي  کڅوړه ترلاسه کړې او ډېر ژر به نوم ليکنه هم وکړي.
سرچينې زياته کړې چې دوى د ولسمشرۍ لپاره له محمد يونس قانوني او محمد محقق سره خبرې کړې او هغوى ورسره منلې ده.
خو يادې سرچينې وويل، که چېرې په وروستيو مرحلو کې کوم بدلون راشي، په اړه يې څه نه شي ويلى، هغه به رهبري پرېکړه کوي.
د اتمر د ټيم وياند تواب غورځنګ پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل، چې دا نه تاييدوي او نه يې ردوي، خو په دې اړه خبرې روانې دي.
ده زياته کړه : (( ډېر ژر به له يوه قوي ټيم سره د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوم ليکنه وکړو.))
دا په داسې حال کې چې له پرون راهيسې په ټولنيزو شبکو کې داسې اوازې خپرې شوې وې چې محمد محقق د ولسمشرۍ ټاکنو د بل ټکټ (حکمتيار) د لومړي مرستيال په توګه ټاکل شوى دى.
خو د محقق په مشرۍ د وحدت اسلامي ډلې دفتر نن دغه اواز رد کړه.
د دغه ګوند له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا تشه اوازه ده او دوى تر اوسه داسې کومه پرېکړه نه ده کړې.
په خبرپاڼه کې راغلي چې محقق به په راتلونکو څو ورځو کې د خپلې خوښې له يوه ټکټ سره يو ځاى شي.
خو په دې خبرپاڼه کې دا نه دي ويل شوي چې محقق د اتمر له ټيم سره يو ځاى شوى دى.
دا په داسې حال کې ده چې نن د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوماندانو نوم ليکنه په رسمي توګه پيل شوه او لطيف پدرام لومړى نومدان و چې ځان يې راجستر کړ.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfcedyvw6deya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته