د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب او د هند د ملي امنیت سلاکار اجېت دووال پر دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار او د هند د ملي امنیت سلاکارپر دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 جدی 1397 ساعت 11:08
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب او د هند د ملي امنیت سلاکار اجېت دووال پر دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ
د هېواد د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب هند ته د خپل سفر په مهال او د یاد هېواد د ملي امنیت له سلاکار سره په کتنه کې، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر، امنیتي وضعیت، د ولسي جرګې ټاکنو او د ولسمشرۍ د انتخاباتو ترسره کېدو اړوند له لوړ پوړو چارواکو سره بحث کړی دی.
هغه افغانستان سره بېلا بېلو په ځانګړې توګه د زېربنايي پروژو او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنې برخه کې د هند د رغنده مشارکت قدر داني وکړه.
په همدې حال کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجېت دووال افغانستان سره مختلفو په ځانګړې توګه ترهګرۍ سره مبارزې، سیمه ییزې همکارۍ او د سترو زېربنايي پروژو سربېره اقتصادي برخه کې له افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.
په پای کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د هندوستان د ملي امنیت له سلاکار وغوښتل چې د همکاریو د پراختیا په هدف افغانستان ته سفر وکړي، چې هندي سیال یې بلنه ومنله.
د مطلب کود: 177190