د شنبې پر ورځ سهار مهال طالبانو د فراه ولایت د درآباد له سیمې ۱۲ ملکي وګړي تښتولي او تر دې دمه ترې دوه کسان وژل شوي دي.
طالبانو په فراه کې ۱۲ ملکي وګړي تښتولي
15 جدی 1397 ساعت 15:11
د شنبې پر ورځ سهار مهال طالبانو د فراه ولایت د درآباد له سیمې ۱۲ ملکي وګړي تښتولي او تر دې دمه ترې دوه کسان وژل شوي دي.
د فراه ولایتي شورا مرستیال منلې، چې دغه کسان د درآباد له سیمې څخه د ښار پر لوري روان ول، چې د لارې په بهیر کې وسلوالو طالبانو ونیول.
هغه زیاتوي، له نیول شويو ۱۲ کسانو څخه د ولایتي مقام کارکوونکی جاوید نوري او د مسافروړونکیو الوتکو یو تکت پلورونکی وژل شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د تښتول شویو کسانو ۱۰ کسه تر دې دمه د طالبانو په بند کې دي.
درآباد د فراه ښار په څو سوه مترۍ کې پرته سیمه ده، چې تر دې دمه د ښار له امنه برخمنه ګڼل کیده.
تر دې دمه د دغو کسانو د تښتولو او له هغو څخه د دوه کسانو د وژلو په اړه طلبانو څه ندي ویل
د مطلب کود: 177212