دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۲۳
د مطلب کود : 177222
ارګ: ایران ولسمشر غني ته له طالبانو سره د لیدنو کتنو معلومات ورکړل
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال له طالبانو سره د ایراني مقاماتو د وروستیو کتنو په اړه جمهور رئیس غني ته معلومات ورکړي دي.

له ارګه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني نن شنبه سهار د ایران د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال سید عباس عراقچي سره په کتنه کې په نورو د پام وړ موضوعاتو هم بحث وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د افغان سولې د لارو چارو د لټولو په خاطر، تېره اوونۍ هغه هېواد ته د طالبانو د یوه پلاوي د سفر ویلي وو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgxu9qxak9ux4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته