دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۳۳
د مطلب کود : 177224
فراه ولایتی شورا سرپرست: طالبان ۱۲ تنه تښتولی او ۲ تنه په شهادت رسولی دی/ فراه پولیسو ویاند: هیڅوک د طالبانو له لوری نه دی تښتول شوی
سیمه ایز مسؤولین په فراه ولایت کې وایی چی طالبان ۱۲ تنه ددی ولایت اوسیدونکې تښتولی او ۲ تنه په قتل رسولی دی.
 
شاه محمود نعیمی؛ د فراه ولایتی شورا معاون افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری ته وویل: نن سهار هغه وخت چی ۱۲ تنه د دارآباد کلۍ اوسیدونکې فراه لوری ته حرکت په حال کې وو د طالبانو کمین سره مخ شو.
هغه زیاته کړه: طالبان ۱۲ تنه د ځان سره بیولی او ۲ تنه نور چی یو یی د فراه بشری سرچینو په ریاست کې مدیر دی په شهادت رسولی دی.
ښاغلی محمودی زیاته کړه: تراوسه دنورو باقی کسانو برخلیک نه معلوم.
په همدی حال کې، محب الله محب؛ فراه پولیسو ویاند ددی خبر په ردولو سره و افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری ته وویل چی دا خبره بی اساسه او دروغ ده.
هغه زیاته کړه چی دا ۱۲ کسان اوس د امنیتی ځواکونو سره دی.
 
https://avapress.com/vdciryaz5t1ayr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته