کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چارواکي: په ارزګان او زابل ولايتونو کې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي

15 جدی 1397 ساعت 17:21

افغان چارواکي وايي، د هوايي بريدونو او ځمکنيو عملياتو پرمهال په ارزګان او زابل ولايتونو کې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.



د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي مسؤل احمد صادق عیسی نن شنبه ازادي راډيو ته وويل چې افغان کومانډو ځواکونو د ارزګان په مرکز ترينکوټ اړوند کوټوالو سيمه کې عمليات ترسره کړي چې پرمهال یې ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
نوموړی وايي، د یادو عملیاتو پرمهال د وسله والو طالبانو مهمات او پټنځايونه هم له منځه وړل شوي دي.
عیسی همداراز زياتوي چې د ملي اردو اړوند د دوهمې پلې لوا ځواکونو د زابل ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د عملياتو پرمهال ۳ وسله وال طالبان وژلي او ۹ نور ټپیان شوي دي.
عیسی وايي، د يادو عملياتو پرمهال د وسله والو طالبانو ګڼ شمېر وسلې، پټنځايونه او نور مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله د دغو څرکندونو په تړاو څه نه دي ويلي.
 


د مطلب کود: 177229

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/177229/چارواکي-په-ارزګان-او-زابل-ولايتونو-کې-۲۰-وسله-وال-طالبان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com