دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۳۲
د مطلب کود : 177231
چارواکي: په فراه کې وسله والو نن لږترلږه ۱۵ دولتي کارکوونکي تښتولي
په فراه کې چارواکي وايي، وسله والو طالبانو نن لږترلږه ۱۵ دولتي کارکوونکي تښتولي دي.

د فراه ولایت د ولایتي شورا دوو غړو د جرمني خبري اژانس ته ویلي، دا دولتي کارکوونکي په فراه ښار کې خپلو کارونو ته روان وو چې د طالبانو له خوا برمته شول.
د فراه ولایت یوه چارواکي ازادي راډیو ته وویل، وسله والو د ولایت د حاضرۍ د مدیر په شمول، درې تنه ځای پرځای وژلي او ۱۱ تنه نور یې له ځان سره د پشت رود ولسوالۍ ته تښتولي دي.
د دې ولسوالۍ په ډېره برخه وسله وال طالبان واک لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgwu9qqak9ux4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته