کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چارواکي: په فراه کې وسله والو نن لږترلږه ۱۵ دولتي کارکوونکي تښتولي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 جدی 1397 ساعت 17:32

په فراه کې چارواکي وايي، وسله والو طالبانو نن لږترلږه ۱۵ دولتي کارکوونکي تښتولي دي.



د فراه ولایت د ولایتي شورا دوو غړو د جرمني خبري اژانس ته ویلي، دا دولتي کارکوونکي په فراه ښار کې خپلو کارونو ته روان وو چې د طالبانو له خوا برمته شول.
د فراه ولایت یوه چارواکي ازادي راډیو ته وویل، وسله والو د ولایت د حاضرۍ د مدیر په شمول، درې تنه ځای پرځای وژلي او ۱۱ تنه نور یې له ځان سره د پشت رود ولسوالۍ ته تښتولي دي.
د دې ولسوالۍ په ډېره برخه وسله وال طالبان واک لري.


د مطلب کود: 177231

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/177231/چارواکي-په-فراه-کې-وسله-والو-نن-لږترلږه-۱۵-دولتي-کارکوونکي-تښتولي

آوا
  https://www.avapress.com