د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار وايي چې هند افغانستان ته څلور نورې جنګي هلیکوپټرې ورکوي.
هند افغانستان ته څلور نورې جنګي هلیکوپټرې ورکوي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 جدی 1397 ساعت 11:47
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار وايي چې هند افغانستان ته څلور نورې جنګي هلیکوپټرې ورکوي.
د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، چې تېره اونۍ یې د هند د ملي امنیت سلاکار په بلنه نوي ډهلي ته سفر کړی و، د هند د «ستراتیژیک نیوز انټرنېشنل» په نوم له یوې هندۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې د دغو څلور «ام آی ۲۵» هلیکوپټرو څخه دوې به یې د روان ۲۰۱۹ کال د مارچ په میاشت کې او دوې نورې به یې د جون او یا جولای میاشت کې افغانستان ته ورسېږي.
د مطلب کود: 177279