دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۰
د مطلب کود : 177295
هند ۴ نظامی هلیکوپتری افغانستان سره مرسته وکړ
د افغانستان ملی امنیت شورا وایی چی هند ۴ نظامی هلیکوپتری افغانستان سره مرسته کوی او قرار دی دا هلیکوپتری ډیر ژیر افغانستان ته ورسیږی.

حمدالله محب، چی تیره اونۍ هند ته سفر کړی وو د یو هندی رسنۍ سره په خبرو کې ویلی دی چی قرار دی دوه هلیکوپتری د نوی دهلی مرستو څخه د ۲۰۱۹ کال مارچ میاشت کې افغانستان ته ورسیږی.
ښاغلی محب ویلی دی:موږ دوه هلیکوپتری به د مارچ په میاشت کې ترلاسه کړو، دا پروسه دی چی وخت ته اړتیا لری، دوه نور الوتکې هم جون یا جولای میاشت کې به ورسیږی.
مخکې له دی هیواد چارواکې اعلان کړی وو چی ددی هلیکوپترونو رانیولو قراردادونه د ۱۳۹۷ کال په لومړیو کې د افانستان او هند او بلاروس ترمنځ امضا شو او په اساس یی، بلاروس څلور هلیکوپتری (Mi-25) ډوله افغانستان ته به وسپاری.
ویل کیږی چی ددی هلیکوپترونو رانیولو لګښت جمعآ ۲۰ میلیون دالرو ته رسیږی چی ټوله هند ورکوی.
 
https://avapress.com/vdcgyu9qnak9ux4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته