کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عبدالله عبدالله، عباس عراقچي سره طالبانو او تهران مذاکری په اړه خبری کړی دی

16 جدی 1397 ساعت 14:20

د افغانستان د ملي یوالي حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د ایران د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال عباس عراقچي سره، په تهران کې د طالب استازو او ایراني مقاماتو ترمنځ د هغې کتنې په تړاو غږیدلی، چې د افغانستان د سولې په اړه ترسره شوې وه.



د اجرائیه ریاست له لوري خپره شوې خبرپاڼه وایي په دغې کتنه کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ښاغلي عراقچي د دې تر څنګ چې په افغانستان کې د ټاکنو او ولسواکه نظام پر اهمیت او د دواړو هیوادونو تر منځ په اقتصادي راکړې ورکړې غږیدلی دی، په تهران کې د طالب استازو او ایراني مقاماتو د لیدنې په تړاو یې هم له اجرائیه رئیس سره خبرې کړې دي.
د اجرائیه ریاست خپر پاڼه وایي، چې عباس عراقچي پرون د جنوري په ۵ مه  اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ته ډاډ ورکړی چې حکومت یې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د مذاکراتو ملاتړ کوي.
د اجرائیه ریاست اعلامیه زیاتوي، په دغې کتنه کې عبدالله عبدالله له ښاغلي عراقچي څخه له دې کبله چې له طالبانو سره د مذاکرتو په اړه  یې معلومات ورکړي، مننه کړې او له دهشتګرو ډلو سره د حکومت د مذاکراتو اصول یې ورته څرګند کړي دي.
تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس عراقچي له ولسمشر غني سره هم دې اړه کتلي دي.
د یادونې وړ دی چې د ښاغلي عراقچي تر را تګ څو اونۍ مخکې د ایران د ملي امنیت سلاکار علي شمخاني هم کابل ته راغلی وو.
د ایران حکومتي مقاماتو څو ځلې له طالب استازو سره د افغان حکومت د استازو په نشتون کې د افغانستان د سولې په تړاو خبر کړې دي.
تهران وایي چې د افغانستان حکومت د سولې له دغو مذاکراتو خبر دی.
 


د مطلب کود: 177298

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/177298/عبدالله-عباس-عراقچي-سره-طالبانو-او-تهران-مذاکری-په-اړه-خبری-کړی-دی

آوا
  https://www.avapress.com