دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۵
د مطلب کود : 177299
دانش: کابل کې چاودنه درې پوځیان ټپیان کړي
په کابل کې نن سهار د يوه ماين په چاودنه کې درې پوځيان ټپيان شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش وايي، دا د هغه مقناطيسي ماين چاودنه وه چې د پوځيانو په يوه رنجر موټر پورې نښلول شوى و.
پېښه د کابل په ۱۶مه امنيتي حوزه کې شوې ده.
ښاغلى دانش وايي، د ټپيانو وضعيت د ډاډ وړ دى.
د پېښې مسؤليت تر اوسه چا نه دى منلى.
https://avapress.com/vdcao0n6o49n0u1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته