دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۵۹
د مطلب کود : 177312
د ولسمشریزو ټاکنو احتمالي نوماندان د مرستیالۍ ستونزې لري
را روانو ولسمشریزو ټاکنو ته پر ځانګړي نوماند د راټولیدو په اړه د سیاسي ډلو او افرادو له خوا غونډې تودې روانې دي؛ خو ویل کیږي، چې مهم احتمالي نوماندان د خپلو مرستیالانو په غوراوي کې له ستونزو سره مخ شوي دي.

ویل کیږي، چې یوازې حنیف اتمر بریالی شوی، چې یونس قانوني او محمد محقق د خپلو مرستیالانو په توګه غوره کړي.
ولسمشر محمد اشرف غني، عبدالله عبدالله، صلاح الدین رباني او ګلبدین حکمتیار اوس هم ندي بریالي شوي، چې خپله ټاکنیزه ډله بشپړه کړې.
په دې لړ کې د جمعیت اسلامي ګوند مهم غړي په بېلا بېلو ډلبندیو کې مدغم شوي؛ حزب اسلامي او جنبش اسلامي هم په خپلو کې مشورې کوي.
د جمعیت اسلامي د رهبرۍ شورا غړی محمد علم ایزدیار وایي، چې جمعیت په ډلبندیو کې وېشلی حالت لري. تر دې دمه ټولمنلې پرېکړه نده شوې؛ بېلابېلو شخصیتونو خپلې پرېکړې کړې دي او له ډلو سره یوځای شوي دي.
د جنبش اسلامي ګوند غړيو ويلي، چې ګلبدین حکمتیار او صلاح الدین رباني له عبدالرشید دوستم سره لیدلي او هره یو د نوماند په توګه د مرستیالانو په لټه کې دي.
د جنبش اسلامي مرستیال عبدالله قرلق وایي، چې ښاغلي ګلبدین حکمتیار او صلاح الدین رباني د نوماندانو په توګه جنرال صاحب ته وړاندیزونه لرل.  
د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار هم له سیاسي ډلو سره پر پراخ بنسټ ائتلاف کار کوي اوټینګار لري، چې که له ډلو سره کومې پایلې ته ونه رسیږي، د خپل ګوند له ادرسه به ځان نوماند کړي.
د حزب اسلامي د رهبرۍ غړی غیرت بهیر څرګنده کړې، چې که حزب اسلامي له نورو ډلو سره هوکړې ته ونه رسیده؛ کیدی شي، چې یو خپلواک نوماند ولري.
احتمالي نوماندان زیاتره هغه ډلې لټوي، چې په تېرو ټاکنو کې یې ډېرې رایې خپلې کړې وي؛ خو اوس انګیرنې داسې دي، چې د رایو پخواني بانکونه دیوالي شوي دي.
د ولسي جرګې غړي محمد عليزاده په ډاګه کړې، چې کیدی شي د رایو اوسني بانکونه د پخوا په څېر د کارولو له وړتیا بې برخې پاتې شي.
د یادونې ده، چې تر اوسه لطیف پدرام او حکیم تورسن په رسمي بڼه د راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو په توګه له خپلو مرستیالانو سره ثبت شوي او نوملیکنه یې بشپړه کړې ده؛ خو تر دې  دمه هغو  احتمالي نوماندانو، چې ټاکنیزې پاڼې تر لاسه کړي شمېر یې څه نا څه ۷۵ کسانو ته رسیږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgqu9qxak9uw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته