کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان خپل ټول ګمرکونه جدي څار معلوماتی ټکنالوژۍ باندی سمبالوی

17 جدی 1397 ساعت 8:26

افغانستان د لومړي ځل لپاره خپل ټول ګمرکونه د جدي څار په معلوماتي ټکنالوژۍ سمبالوي.



د افغانستان د ماليي وزارت په ټولو سرحدي او محصولي ګمرکونو کې د څارنې کمرې او د معلوماتي ټکنالوژۍ داسې سېستمونه نصبوي چې د مرکز له یوې خونې به کنټرولېږي.
د یاد وزارت ویاند شمروز خان مسجدي رسنیو ته وویل، دا ګام د ګمرکونو د ظرفیتونو د لوړولو، شفافیت او د کورني عوایدو د لوړېدو په خاطر اخیستل شوی دی.

"هغه څه چې مونږ يې په ګمرکونو کې تطبیقوو، تر ډېره د څارنې بڼه لري، ترازوګانې هم ګمرک ته د ننوتلو او ورڅخه د وتلو په برخو کې فعالېږي، د څارنې هغه کمرې چې مونږ يې نصبوو، ورڅخه د موټر د نمبر پلېټ د اخیستلو، د موټرو د تګ راتګ او د مامورینو او کمېشنکارانو د څارنې په خاطر ورڅخه استفاده کېږي."
دی وايي، له دې ګام سره نه یوازې دا چې شفافو ګمرکاتو ته پاملرنه کېږي، بلکې له الکټرونیکي ترازوګانو استفاده به د دې سبب شي چې هېڅ څوک د وزن په مسئله کې د قانون خلاف اقدام ونشي کړای.
ښاغلی شمروز خان وايي، د ګمرکاتو په کچه دا تر ټولو غټه لومړنۍ پروژه ده چې تدارکاتي کارونه یې بشپړ شوي او همدا اوس د تطبیق په حال کې ده.
د ماليي وزارت هڅه دا ده چې دا پروژه تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې بشپړه شي.
افغان حکومت د ګمرکونو د ډيجیټل کېدو دا ګام داسې وخت اخلي چې د لویو موټرو چلوونکو له خوا تل په ګمرکونو او لویو لارو کې له فساده شکایت شوی.
 


د مطلب کود: 177347

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/177347/افغانستان-خپل-ټول-ګمرکونه-جدي-څار-معلوماتی-ټکنالوژۍ-باندی-سمبالوی

آوا
  https://www.avapress.com