دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۷
د مطلب کود : 177350
دفاع وزارت: وسله والو طالبانو جنګی ماشین کمزوری شوی
د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې د وسله‌والو طالبانو په وړاندې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ځمکنیو او هوایي عملیاتو ښه نتیجه ورکړې، د دې ډلې ډېر قوماندانان وژل شوي او ډېرې سیمې هم بېرته د حکومت تر کنټرول لاندې را وستل شوي دي.

دفاع وزارت وایي چې د طالبانو پر ضد هوایي او ځمکني عملیات ښه مخته ځي او تر اوسه یې ښه نتیجه ورکړې ده.
د دې وزارت ویاند غفور احمد جاوېد په دی اړه رسنیو ته وویل چې د دغو تهاجمي عملیاتو په ترڅ کې په ډېرو سیمو کې د وسله‌والو طالبانو د مهمو قوماندانانو په وژل کېدو سره د دې ډلې جنګي ماشین کمزوری شوی او د مخدره موادو د مرکزونو په له‌منځه وړلو سره یې هم مالي سرچینې ضعیفې شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:
"د دوی د قوماندانانو، یا د دوی مالي هغه سرچینې چې دي، په تېره بیا د نشه‌یي توکو د سرچینو په له‌منځه وړلو سره یې هغه هم‌غږي، رهبریت او همدارنګه د دوی د جګړې ماشینونه تر ډېره پورې ضعیفه شوي او په ځینو ولایتونو کې بیخي له‌منځه تللي دي."
د دفاع وزارت ویاند هلمند، ننګرهار، فراه، فاریاب او غزني هغه ولایتونه یاد کړل چې د ده په وینا د افغانستان د امنیتي ځواکونو د وروستیو هوایي او ځمکنیو عملیاتو په نتیجه کې وسله‌وال طالبان ډېر ځپل شوي او ډېرې سیمې ورڅخه بېرته نیول شوي دي.
خو د دفاع وزارت د ویاند د دې ادعا سره- سره په‌دې وروستیو کې د افغانستان یو شمېر سیمې د وسله‌والو طالبانو د پراخو بریدونو شاهدې وې چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته یې ګڼه مرګ ژوبله اړولې ده.
ښاغلي جاوېد دغه راز وویل چې د وسله‌والو طالبانو په وړاندې تهاجمي عملیات به جاري وساتي او هغه به لا پراخ کړي، څو د دوی د سوق او ادارې مرکزونه یا رهبریت یا هم روزنځایونه او مالي سرچینې بیخي له‌منځه یوسي.
په‌دې وروستیو کې په یو شمېر سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو په تهاجمي په تېره بیا هوایي بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپورونه هم ورکړل شوي دي.
ښاغلی جاوېد هم دا مني چې په ځینو عملیاتو کې ملکیانو ته زیان رسېدلی، خو د هغه په وینا افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه عملیات د دې لپاره کوي، څو د افغانانو ژوند خوندي شي، خو د ده په وینا په خواشینۍ سره دښمن په ځینو سیمو کې د خلکو له کورونو د سنګر په توګه کار اخلي.
 
https://avapress.com/vdciwyazut1ayp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته