کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کډوالو چارو وزارت ۱۲ زره داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستو ویش پيل کړی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 17 جدی 1397 ساعت 10:45

د کډوالو چارو وزارت وايي، په ټول هېواد کې څلور اتیا زره داخلي بې ځایه شوي کورنۍ دي چې له دې ډلې ۱۲ زره کورنیو سره د افغانستان حکومت له خپلې بودجه څخه د مرستو لړۍ پيل کړې.


د همدې مرستو لړۍ د پېل په خاطر د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي ننګرهار ته راغلی و او د یکشنبې په ورځ یې رسنیو ته وويل دغه مرسته په ۱۴ ولایتونو کې داخلي بې ځایه شویو کورنیو ته ورکول کېږي چې ننګرهار هم له دې ډلې څخه دی.

نوموړي وویل:
"نن تاسو شاهد یاستئ چې موږ داخلي بې ځایه شویو کورنیو ته د ژمنیو توکو مرسته پيل کړه، په ټوله کې څلور اتیا زره داخلي بې ځایه شوي کورنۍ لرو چې سږکال د افغانستان حکومت په لومړي ځل له خپلې بودجه ۱۸۰ ميلیونه افغانۍ په ۱۴ ولایتونو کې ۱۲ زره کورنیو سره مرسته کوي."
د ننګرهار والي حيات الله حيات وايي، په پام کې ده چې د دې ولایت ۹۰۰ کورنیو ته د ۱۳ نیم ميلیونه افغانيو په اندازه نغدي مرستې وویشل شي او همدارنګه د بې ځایه شویو او راستنېدونکو کډوالو لپاره د سرپنا ستونزې حل مهم دی او په نیږدې راتلوونکې کې به د ښارګوټو د ویش لړۍ هم پيل شي.

ښاغلي حیات زیاته کړه:
"د ښارګوټو ستونزه شته، موږ جدي پرې کار روان کړی دی او په نېږدې وخت کې به د کډوالو او ښوونکو د ښارګوټو د ویش لړۍ پيل کړو."
د داخلي بې ځایه شویو له ډلې دین خان وايي، د جګړو له امله د خوګياڼو د وزیرو له سیمې راکوچېدلي او د ژمي په موسم کې دا مرسته دوی سره ډېر کومک کولی شي.
دی وايي، اکثراً کورنۍ په ډېر بد حالت کې ژوند کوي او افغان حکومت باید د دوی د ستونزو حل لپاره لا پام زیات کړي:
"مرسته وشوه او موږ ته يې د ۱۵ زره افغانیو په اندازه نغد چيټونه راکړل او دلته داسې کورنۍ شته چې ډېرې زیاتې مجبورې دي، هغوی په‌دې سخت ژمي کې نه سرپنا لري او نه د خوراک درک يې شته دغه ډول مرستې باید زیاتې شي."
د داخلي بې ځایه شویو کورنیو په خبره په‌دې ولایت کې د وروستیو جنګ جګړو له امله په سلګونو کورنۍ مختلفو سیمو ته کوچیدلي او غوښتنه يې دا ده چې د دوی له سیمو څخه دې د جګړې ټغر ټول شي، څو ټولې کورنۍ خپلو مېنو ستنې شي.
 


د مطلب کود: 177351

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/177351/د-کډوالو-چارو-وزارت-۱۲-زره-داخلي-بې-ځایه-شویو-کورنیو-سره-مرستو-ویش-پيل-کړی

آوا
  https://www.avapress.com