دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۷
د مطلب کود : 177366
ننګرهار کې يو موټر بم کشف او له کاره وايستل شو
ننګرهار ولايت روداتو ولسوالۍ کې د ملي امنيت عمومي رياست ځانګړو ځواکونو يو موټر بم مخکې له چاودنې کشف او له کاره وايستل شو

د معلوماتو له مخې شينوارو ولسوالي لپاره د وسله والو طالبانو تش په نوم ولسوال سيف الله ته د پېښور شورا دستور ورکړی و ترڅو له دغه موټر بم څخه په ګټې اخيستنې د امنيتي ځواکونو پر کاروان بريد وکړي.
یاد موټر کې، چې شاوخوا سل کيلو ګرامه چاوديدونکي توکي ځای پر ځای شوي و له لعلپوې ولسوالۍ څخه روداتو ولسوالۍ ته راوړل شوی و.
 
https://avapress.com/vdcfvedyvw6dema.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته