دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۳۲
د مطلب کود : 177374
په فاریاب کې د المار طالب ولسوال او د سرې قطعې قومندان وژل شوي
د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو په ډاګه کړې، چې افغان ځواکونو د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ طالب ولسوال او په دې ولایت کې د طالبانو د سرې قطعې قومندان حبیب نومی وژلي دي.

د دغې سرچینې د خبرپاڼې له مخې؛ د افغان ځواکونو په عملیاتو کې المار ولسوالۍ ته نومول شوی طالب ولسوال ملا سرور او د طالبانو د سرې قطعې د قومندان حبیب او دوه نورو قومندانانو په ګډون ۱۵ نور وسلوال طالبان وژل شوي دي.
دغه راز څرګنده شوې، چې په دې عملیاتو کې ۹ وسلوال طالبان ټپیان دي؛ یو شمېر مرکزونه او پټنځي یې هم ویجاړ شوي دي.
وسلوالو طالبانو تر دې دمه د دغې پېښې په اړه څه ندي ویلي.
 
https://avapress.com/vdceff8zejh8fxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته